کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٧ :
د کهنوش مرواريد فابريکې په کار پيل وکړ.
په نيمروز ولايت کې کهنوش د معدني اوبو فابريکه نن پرانستل شوه.
د نيمروز ولايت وياند احمدعرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د مرواريد په نامه د څښاک د اوبو او د ميوو د اوبو کارخانه د يو مليونو امريکايي ډالرو په پانګې سره په نيمروز ولايت کې په فعاليت پيل وکړ.
د عرب د څرګندونوله مخې: دغه فابريکه د معدني اوبو او د ميوو د اوبو د ٤٠٠ کارټنه د توليدظرفيت لري .
خبرځاى زياته کړه: په دې فابريکه کې د ٢٥ ښځو په ګډون ٥٠ تنه په کار وګومارل شول.