ورزش

په پنجشير کې ورزشي جشنواره جوړه شوه

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
په پنجشير ولايت کې نن  ديوې غونډې په ترڅ کې  ورزشي جشنواره جوړه شوه.
د پنجشيرولايت دورزشي آمريت يو تن مسوول دباخترآژانس خبريال ته  وويل :
دغه جشنواره ورزش ته دځوانانو دلا هڅونې په مقصد ديوې ورځې لپاره جوړه شوې  ده.
دپنجشيرولايت دورزشي  ادارې مسوول محمودقاسمي وويل :  په دې جشنواره کې  دبيلابيلو ورزشي  څانګو څه ناڅه ٥٠٠ تنو ورزشکارانو ګډون کړى دى چې ورزشي نندارې  اوسيالۍ ترسره کوي.
دورزش د ادارې مسوول وويل ؛  دغه اداره د ځوانانو دهڅونې په مقصد تصميم لري  چې دغه شان ورزشي پروګرامونه دپنجشير دولسواليو په  کچه پراخ کړي.
ويل کيږي دغه جشنواره د پنجشيرولايت دسيمه ييزو  مقاماتو ، مخورو  ، ځوانانو او دامنيتي مسوولينو په ګډون دپنجشيرولايت په مرکز بازارک کې دمارشال  محمدقسيم  فهيم په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته