امنیت

دوسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل شو.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٥
دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو طالبانو قوماندان مولوى حميدالله له خپلو شپږو تنو همکارانو سره دځانګړو قطعاتو د شپنيو عملياتو په بهير کې ووژل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بآختر آژانس ته خبر ورکړ.
دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې ډار اچوونکو طالبانو دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتروريستي بريدونو د طرحه کولو په مقصد راټول شوي و.
په دې جګړه کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل د پوليسو دخاصو قطعاتو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته