کابل باختر د زمري اووه ويشتمه :
په لوګر ولايت کې دامنيتي ځواکونودعملياتو په پايله کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دلوګر دوالي وياند دين محمد درويش دباختراژانس خبريال ته وويل ، په دغو وسايلو کې يو ٨٠ ملي متري توپ دار پي جي – ٧ دتوغندي يوه دستګاه دتوغندي اووه ويشت ماينونه، يوه پيکا ، يو ميل ګرينوف يوه دهشکه او يوه زياته اندازه مواد چې په سړک کې دکارولو لپاره دماينونو په جوړولوکې ورڅخه استفاده کيږي ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ