کابل باختر د وري پنځمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دپروګرام له خوا په نيمروز ولايت کې د ٣٨ مليونو افغانيو په لګښت دلمريزې بريښنا يوه شبکه جوړېږي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه شبکه د ٣٨ مليونو افغانيو په لګښت او د ١١١ کيلوواټ دبريښنا انرژى په ظرفيت دنيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې جوړېږي .
ددغې پروژې دکار په بشپړيدو سره يو زرو سل کورنۍ دکنګ ولسوالۍ دبريښنا دانرژۍ څخه برخمنې به شي .
ختم _ فرشته-ج _ اکرم