کابل باختر دسلواغې درې ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دوسلو او مهماتو دوه ډيپوګانې دهېواد په جنوب قندهار ولايت کې کشف شوې .
له دغو ديپوګانې څخه چې دقندهار ولايت په جنوب ختيځ کې دوسله والو طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغو ډيپوګانو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله .
ده وويل: له دغو ډيپوګانو څخه دبمونو ، ماينونو او دتوغنديو په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
ده وويل: ددغو وسلو او مهماتو دساتلو په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل