کابل /دتلې ٣مه /باختر
په سرپل کې د ښځو لپاره د فتنس لومړنى کلپ جوړ شو .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ورزشي کلپ د سرپل د جندر څانګې د کارپوهې پروانې جلالي په نوښت او شخصي بودجې جوړ شوى دى.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا د دغه کلپ د پرانيستلو په غونډه کې د خوښي په څرګندولو سره وويل چې ورزش د انسان د روغتيا او سلامتۍ ضامن دى او په دغه ولايت کې يې د ښځو پر ورزش ټينګار وکړ .
ختم_سعيده _ اکرم