سیاست

د جمهوررئيس له دويم مرستيال سره په کابل کې د چين د سفير او د چينايي څيړونکو د يو هيئت کتنه

کابل باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
په کابل کې د چين سفير ياو جينګ او د چين د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د آسيا د جنوب د مطالعاتو د مرکز رئيس يوهيلين په مشرۍ د چينايي څيړونکو د يو هيئت په ملګرتيا نن له غرمې مخکې د جمهور رئيس له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د چيني هيئت او د افغانستان د جمهور رئيس د مرستيال له خوا په اکاډميکي او علمي او دغه راز په اقتصادي او تجارتي برخوکې دافغانستان او چين د اړيکو په باب خبرې وشوې.
د جمهور رئيس مرستيال د چين او افغانستان د فرهنګي پيوند په اړوند وويل: د افغانستان او چين تېرتاريخ او فرهنګ له يوبل سره نږدې دي او همدا اوس د چينايي ژبې په څانګه کې کابو ٢٧٠ تنه افغاني فارغان لرو او څه ناڅه ٤٠٠ افغاني محصلان په چين کې په زده کړې بوخت دي .
د جمهور رئيس مرستيال د دواړو هېوادونو د فرهنګي او علمي اړيکو د پراختيا د اړتيا په بيانولو سره زياته کړه چې په کابل  پوهنتون سربېره د افغانستان د مهمو ولايتونو په نورو فعالو پوهنتونونوکې هم د چينايي ژبې او ادبياتو لپاره زمينه برابره شي .
د جمهور رئيس مرستيال دغه راز په تخنيکي څانګوکې زده کړه دافغانستان لپاره نورې مهمې اړتياوې وبللې او په دې برخه کې يې د چين حکومت  همکاري مهمه وبلله.
قانونپوه سرور دانش د يوه کمربند او يوې لارې طرحه چې د چين حکومت د مشرتابه له خوا برابره شوې ده، هم د سيمې او نړۍ په کچه  يوه ډيره مهمه طرحه وبلله او ويي ويل چې دغه طرحه به د نړۍ د څو وچو ترمنځ د ګډو او هر اړخيزو همکاريو زمينه برابره کړي.
ده وويل: د پنځو آسيايي هېوادونو د روسيې د پټلۍ د شبکې د پراختيا طرحه په  همدې لاره کې ده او افغانستان، تاجکستان، ايران  او قرغرستان هڅه او هاند  کوي چې دغه طرحه د نظر وړ عملي پرمحتګونه ولري .
ده زياته کړه چې افغانستان او ايران ترمنح دغه کرښه به په راتلوونکو مياشتوکې ونښلول شي.
د جمهور رئيس مرستيال د چين او افغانستان ترمنځ د واخان ترانزيتي لارې ته د چين حکومت د ځانګړي پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دغه لاره کولاى شي کم جغرافيايي مساحت او دغه راز ګډ فرهنګ ته په پاملرنې سره، د افغانستان او چين  ترمنځ د اړيکو ښه زمينه برابره کړي.
ده د کانونو او ډبرو سکرو د را ايستلو او د انرژۍ د توليد په برخوکې د سترو اقتصادي پروژو د تطبيق لپاره د چينايي پانګه والو او شرکتونو د شتون په خاطر، افغانستان مناسب ځاى وباله او ويې ويل چې دافغانستان حکومت په دې باب دچينايي شرکتونو له پانګونې سره علاقمندي لري.
د چينايي څيړونکو د هيئت رئيس هم وويل چې په افغانستان کې د خپلې استوګنې په موده کې يې د فرهنګي او اقتصادي همکاريو زمينې او د چينايي شرکتونو پانګونې مطالعه کړې دي او په دې برخه کې به خپل پروګرامونه د چين له حکومت سره په همغږۍ کې تعقيب کړي.
د چين د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د آسيا د جنوب د مطالعاتو د مرکز رئيس ښاغلي يوهيلين وويل: موږ د چين او افغانستان ترمنځ  د زياتو او اغيزمنو اړيکو غوښتنه کوو.
په کابل کې د چين سفير ياوجينګ هم د افغانستان د جمهور رئيس د دويم مرستيال د هغه سفر له امله چې تېره مياشت چين ته وشو،  مننه وکړه او ويې ويل چې د چين حکومت دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم او اغيزمن بللى دى او د هراړخيزو پياوړتيا غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته