کابل باختر د غبرګولي شپږمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو د سړک جوړولو ديوشرکت څلور تنه کارګران پرون په هرات ولايت کې شهيدان کړل .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې: دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته وويل چې ناپيژاندو وسله والو کارګرانو دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ دبازار په مربوطاتوکې د سړک جوړولو ديو خصوصي شرکت څلور تنه کارګران چې په کار بوخت وو، په ډزو کې شهيدان کړل .
ده وويل: پوليس د يرغلګرو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ