فرهنګ

څوارلس لرغوني آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
څوارلس تاريخي آثار نن د کورنيو چارو وزارت د يو تن کارکوونکى له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين ډاکتر سيد مصدق خليلي ته وسپار ل شول.
دغه آثار د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ترلاسه شوي دي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه آثار د قاچاق وړونکو له خوا د بلخ ولايت په مربوطاتوکې په يو کورکې ځاى پرځاى شوي وو او غوښتل يې هغه له هېواد څخه بهر ته وليږدوي چې د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ضبط شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين  ډاکتر سيد مصدق خليلي د دغو آثارو د ترلاسه کولو په وخت کې له پوليسو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چې د دغو آثارو تاريخي لرغونتيا چې خټين لوښي پکې دي؛ په افغانستان کې په اسلامي دورې پورې اړه لري.
دغه آثار ملي موزيم ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته