نړۍ

هند په چا بهار بندرکې د پانګونې غوښتنه کوي

نوى ډيلي نړيوالې خبري منابع   باخترد وري دمياشتې  ٢٧ :
د نوى ډيلي د تربيون ورځپاڼې په ليکنه چې په زيات تيراژ سره خپريږي ، پا کستان د هند حکومت ته، له پا کستان څخه افغانستان ته په هندکې د توليدشويومالونو په ترانزيت د لاسبري امکان نه ورکوي.
په همدې دليل هند په چا بهاربندرکې بنسټونو د پرا ختيا اوپانګونې لپاره له افغانستان سره د قرارداد له لاسليک کولو سره مينه لري.
د ايرنا د خبرله مخې: د تريبيون ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې وليکل چې د چابهاربندر جګړه ځپلى هيواد افغانستان ته د هندي مالونودليږدونې لپاره مهم ارتباطي مرکز دى اوټا کل شوې ده دهند مرکزي کابينه په نږدې را تلوونکي کې دچا بهاربندر د پراختيا لپاره د نږدې سلو مليو نو ډالرو پانګونې وړانديز تاييد کړي .
ددغه رپوت په يوه برخه کې ويل شوى دى چې د بلو چستان ايالت په ګوادر بندر کې دچين شتون دغه اړ تيا زياته کړې ده چې هند هم دخپلواستراتيژيکي ګټوپه پام کې نيولو سره په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د چابهار د طرحې په اړوند بيړنى اقدام وکړي.
ويل کيږي چې ايران هم د چا بهار په پروژه کې د هند د پانګونې له جلب سره علاقمندي لري، ځکه د بندري بنسټونو تشکيلات هغه حوزه ده چې د ايران د اسلامي جمهوريت پرخلاف د ايران بنديزونه پکې شامل نه دي. د تريبيون ورځپاڼې وليکل چې په هندکې د ايران سفير غلام رضا انصاري په دې وروستيو وختوکې د بي.جي.پي ګوند د رييس راج نات سنګه او د سي. پي.ام د عمومي منشي پراکاش کارات په ګډون دچا بهار بندر په اړوند د اپوزيسيون له مشرانو سره کتلى دى.
افغانستان په ٢٠١٠ ميلادي کال کې له پاکستان سره يو تجار تي قرارداد لاسليک کړ. دغه قرارداد کابل ته اجازه ورکوي چې خپل مالونه دپاکستان بندرونو اودغه راز دهند پولې ته وليږدوي، خو نوى ډيلي نه شي کولاى ددغه قرارداد په اجرا کولوکې خپل مالونه افغانستان ته وليږدوي؛ ځکه چې پاکستان په خپل ګاونډى هيواد يعنې افغانستان کې هند د هر راز رول مخالف دى .
د تريبيون د ورځپاڼې په ليکنه د چابهار د بندر طرحه له څوکلونو را په دې خوا دځينو دلايلو له ا مله په بلا تکليفي حالت کې و او په وروستيوکلونوکې حالت بدلون وموند او مقامات وا يي چې تهران د چا بهار بندر  د پراختيا لپاره هند ته شين څراغ وښوده، ځکه دغه اقدام به د ايران  د  اقتصاد د پيا وړ تيا سبب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته