امنیت

دپوځيانو له خوا په بشپړه توګه دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ نيول کيدل

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
  افغان پوځيانو له وسله والو طالبانو څخه دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ دټولو سيمو اداره بيا ترلاسه کړه .
پوځيانو نن سهار او له طالبانو سره له دوو اوونيو جګړو وروسته دناوې ولسوالۍ ټولې سيمې بيا ترلاسه کړې .
دناوې ولسوالۍ کابو يوکال دوسله والو طالبانو په اداره کې وه .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونه اونور پوځيان نن سهار په بشپړه توګه دناوې ولسوالۍ په ترلاسه کولو بريالي شول .
ده وويل چې اوس په ناوه کې کورپه کور پلټنه پيل شوې ده چې پوځيان  په بشپړه توګه په دغې ولسوالۍ کې دطالبانو په له منځه تللو ډاډمن شي
له وسله والو طالبانو څخه دناوې ولسوالۍ دبيرته نيولو دعملياتو په بهير کې  کابو سل تنه کورني اوبهرني ډار اچوونکي ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې  دطالبانو څو مرکزونه  او دماين جوړولو فابريکه له ټولو پوځي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته