امنیت

څوارلس ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې ونيول شول

کابل / دليندۍ ١٣مه / باختر
د طالبانو او داعش په ډلو پورې اړوند ١٤ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې ونيول شول.
پر دغو ډار اچوونکو په وروستيو ٢٤ساعتوکې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ځينو سيموکې بريدونه وشول او ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانوکې ٤ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
هغه وويل چې له نيول شويوکسانو څخه لسګونه وسلې او يوه اندازه چاوديددونکي توکي ترلاسه شوي دي. 
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته