کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
دپکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
دپکتيا يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه ماين ، طالبانو د ډنډ پټان ولسوالۍ دمقبلو درې په سيمه کې په عمومي لاره کې ښخ کړى و چې په هغه باندې دپوليسو دموټر په خټلو سره چاودنه رامنځته شوه چې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان اودوه نور ټپيان شول .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ