کابل باختر دوري لومړي نيټه :
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دعدليې وزير څارنپوه حبيب الله غالب چې په دې وروستيو وختوکې د سترې محکمې غړيتوب ته هم کانديد و؛ د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په حق رسيدلى دى.
مشرانوجرګه د ده مړينه يوه علمي اوکدري ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښادته د فردوس جنت او پاتې کسانو، دوستانو، خپلوانو او همکارانو ته يې د جميل صبر هيله کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ