امنیت

طالبانو د روزګان په مرکز ترینکوټ ښارکې یو شمېر سیمې تازه نېولې دي

ترینکوټ باختر د زمري ۲۲ مه
یوه امنیتي باوري سرچینه وايي چې وسله والو طالبانو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښارکې یوشمېرسیمې تازه تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
دغې دولتي باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پرون ناوخته
باختر اژانس ته وویل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار په پای ناوه سیمه کې په یوشمېر کلیو کې پرمیشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې ترڅو ساعته نښتو وروسته يې پوستې سقوط او د هندوګګ، زاوو، لوړ کاریزونه، ګاوګرک او یوشمېر نور کلي یې ونیول.
که څه هم سرچینه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه لري خو وايي چې داوړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د امنیتي مسوولینو نظر هم را واخلو، خو د پرله پسې
هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.
له دې سره د سیمې خلک هم وايي چې د ترینکوټ ښار اړونده پای ناوه سیمه
طالبانو نیولې او پکې مېشتې امنیتي پوستې سقوط شوې دي.
دوی له دولت څخه غواړي چې په دې سیمې کې امنیت تامین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیوکې یو ځل بیا په ټول روزګان کې نښتو
زور اخیستی چې له امله یې د سیمې خلک یو ځل بیا مهاجرت ته اړ شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته