ورزش

د آباسين څپې د توپان هريرود له ټيم سره لوبه کوي

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د روشن افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د توپان هريرود او د اباسين څپې د ټيمونو ترمنځ په لوبې سره دوام کوي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل چې د روشن افغانستان د غوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ سيالۍ د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي چې تر اوسه پورې د موج هاى آمو، سيمرغ البرز او د شاهين آسمايي د فوټبال ټيمونو د دغو سياليو نيمه وروستي پړاوته لاره موندلې ده .
د قيومي د څرګندونولو له مخې: د نننۍ لوبې ګټوونکي د دغو سياليو نيمه وروستى پړاوته لاره مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته