ټولنه

دافغان مهاجرينو په نامه دزرګونو جعلي راجستر شويو پاکستانيانو پيژندنه

اسلام اباد  باختردسلواغې شلمه :
دپاکستان دمعلوماتي او نوم ليکنې دبانک ملي ادارې  ( نادرې )  څه دپاسه لس زره تنه پاکستانيان چې د ډالرو دترلاسه کولو په خاطر يې  ځانونه دافغان مهاجرينو په توګه ثبت کړي وو پيژندلي دي . 
دملګروملتودسازمان عالي کميشنرى خپل هېوادته دهرداوطلب  راستنيدونکي  مهاجر لپاره دڅلور سوه ډالرو ورکړه ټاکلې ده .
دغه ټکى دپاکستان دسنامجلس  دکورنيو چارو کميټې له  رييس سناتور رحمان ملک سره دنادره دادارې درييس  عثمان  يوسف مبين په کتنه کې بيان شوى دى .
دنادره ادارې درييس دڅرګندونوله مخې، ددغې ادارې دسيستم په واسطه دجعلي هويت دثبت موارد په  کمپيوتر  کې دهغوى دکارتونو دتړل کيدو په وخت کې اخستل شوي دي
ده زياته کړې ده چې دتيروتنې وړ په پنځو بېلابېلو کته ګوريو کې دملي هويت کارتونه دکمپيوتري  کيدو په وخت کې بلاک يا مسدود شوي دي
دنادرې رييس   دسنامجلس دکورنيو چارو کميټې ته دتوضيحاتو دوړاندې کولو په وخت کې وويل چې کابو يو مليون تنه افغان مهاجرين دعمل تر نقشې  يا دداوطلبانه ستنيدو تر طرحې لاندې  خپل هېواد ته راستانه شوي دي او هر هغه مهاجرچې هېواد ته دراستنيدو  لپاره چمتو وي دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري دڅلور سوه ډالري  مرستې انډې ورته ورکول کېږي آن دهغوى نويو زيږيدلو  ماشومانو ته .
دنادره دادارې درييس دڅرګندونو له مخې، په يوه وخت کې دوه اعشاريه څلور مليونه تنه افغان مهاجرين په پاکستان کې ثبت دي اويو اعشاريه پنځه مليونه تنه نه ثبت شوي  افغان مهاجرين هم په پاکستان کې شپې سباکوي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته