کابل، د زمري ۵ مه، باختر
د هرات ښاروالۍ په دغه ولایت کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د حل په موخه هوايي پلونه جوړوي.
د هرات ښاروال حیات الله مهاجر، وايي چې ټولې نیمه کاره پروژې د کال تر پایه پورې بشپړوي که چېرې بودجه په واک کې ورکړل شي نورې پروژې هم پلي کوي.
هغه وویل چې په هرات کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د حل په موخه یو شمېر هوايي پلونه جوړوي، تر څو په دغه ولایت کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د یادونې وړ ده چې نوموړي له اوسېدونکو وغوښتل هر هغه څه چې ښاروالۍ ورته جوړي له هغې څخه ساتنه وکړي.
ع