امنیت

افغانستان ته دسلامشورو په مقصد دفنلندي ځواکونو استول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٩ نيټه  :
دافغانستان  دملي دفاع وزارت  لوى درستيز دفنلند دوسله والو ځواکونو دلوى درستيزله مرستيال سره  چې دکابل په سفر بوخت دى  وکتل .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې په شمال کې  دغوڅ ملاتړ  دقوماندانۍ په  چوکاټ کې  دفنلندي ځواکونو د ځاى پرځاى کولو او ددواړو  هېوادونو ترمنځ دپوځي اړيکو دپراختيا په باب خبرې اترې وشوې.
دوسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال محمدشريف يفتلي وويل ؛ دشپنيو عملياتو په اجرا کولو کې  دځانګړو  او دکوماندو دځواکونو زياتوالى  بشپړه ګټور تجربه ده  چې ددښمنانو په ځپلو کې  ښه برياليتوبونه لري او موږ دخپلو فنلندي دوستانو دهمکارۍ په تمه يو.
په همدې حال کې  دفنلند وسله والو ځواکونو دلوى درستيز مرستيال   جنرال کيم جيمري   وويل ؛  هېواد يې په پام کې لري   دځواکونو په زياتوالي  او په شمال کې دهغو د ځاى پرځاى کولو برسيره  دغه راز دسلامشورو دورکولو ، دامنيت دتامينولو او دافغانستان  دبنسټيزو پروژو په لاره کې  خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.   پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته