ټولنه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کې څلور نوي رییسان په دندو وګومارل شول

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند د حکم پر اساس د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کې څلور نوي رییسان په دندو وګومارل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مفتي احسان الله ابو الفیضان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد د رییس، مفتي عبدالرحمن د انسجام او پېښو ته د ځواب ویلو رییس، ملا سعدالله شریف د پروژو د اقتصادي تحلیل رییس او مفتي محمد هاشم ذاکر د داخلي تفتیش رییس وټاکل شول او پر دندې یې پیل کړې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته