فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : هغو ځوانانو ته چې دکار او سوداګرۍ ليوال دي ، کوچني پورونه ورکول کيږي .

کابل باختر دليندى  اووه ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت ځوانانو ته دنورو فرصتونو تر څنګ  ، دکوچنيو پورونو  زمينه برابره شوې ده .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، په دې کې  دترديد ځاى نشته  چې  دهېواد ځوانان له ډول ډول چلنجونو سره لاس او ګريوان دي  چې ددغو چلنجونو لرې کول  زيات وخت  او امکانات غواړي .
  په  ډير نوي انکشاف کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت  دروزنيزو  تحصيلي فرصتونو  دبرابرولو تر څنګ  دافغانستان دکوچنيو پورونو  له ټولنې سره  په همغږۍ کې دداسې فرصتونو دبرابرولو په لټه کې دى  چې  دهغو له مخې  ځوانان وکولى شي  دکوچنيو پورونو په ترلاسه کولو سره  ځان ته  کاري فرصتونه پيداکړي .
  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات  په هغه ورکشاپ کې چې په همدې موخه جوړ ه شوى و  دټولنې ددغه  پراخ  طيف  دستونزو دلرې کولو لپاره  دځوانانو دچارو دمعينيت  له اقداماتو او کړو وړو سره  اړيکې ونيولې  او طرحه يې کړه  چې وزګارتيا له هېواد څخه دځوانانو دتيښتې اساسي انګيزه ده .
دځوانانو دچارو معينيت په خپل اساسي رسالت په پوهيدو سره پروژې  يوه په بلې پسې عملي کوي چې  لومړى  ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او بيا  ځوانان له زده کړې او دتحصيل  له دوام څخه لرې پاتې نه شي .
  ډاکتر کمال سادات يادونه وکړه چې دځوانانو دچارو معينيت  دافغانستان دکوچنيو پورونو  له ټولنې سره  په همغږۍ کې  تراوسه پورې په نولسو ولايتونوکې  اووه څلويشتو زرو تنو ځوانانو ته  چې دکار او سوداګرۍ لپاره يې  مفکوره لرله  دکوچنيو پورونو زمينه برابره کړې ده .
ده دغه راز ددغه ورکشاپ جوړول چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام يو زيات شمير  پور ورکوونکي  بنسټونه پکې راټول شوي وو ، کار او سوداګرۍ ته ليوالو ځوانانو ته يو بل فرصت وباله .
ديادونې وړ ده چې په دې لاره کې  دآى او ام موسسې ، دامريکا  پرمختيايي ادارې او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت هلې ځلې  کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته