اقتصاد

حسينې ساپۍ د ماليې وزارت د تصديو له لوى رييس سره وکتل

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د ماليې وزارت د تصديو له لوى رييس سره وکتل .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور، هوټلونو او د آزادۍ مطبعو رييسانو هم حاضر وو؛ په خپل وخت د شرکتونو د قانون د تعقيبولو او د نمونوي اساسنامې له مخې په دولتي شرکتونو د تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون په باب خبرې اترې وشوې.
دغه راز د ماليې وزارت د تصديو او شرکتونو لوى رييس شفيق الله شهراني د دغه قانون په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه قانون په تطبيقولو سره به ټولې دولتي تصدۍ او شرکتونه د ماليې وزارت د دولتي شرکتونو د لوی رياست تر واحد چتر لاندې فعاليت وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه قانون د تطبيقولو په لاره کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري څرګنده کړه.
د ماليې وزارت د دولتي شرکتونو او تصديو د لوى رياست د شرکت د تحقيق لوى  مدير نويد ميرزايي وويل چې اوس د هېواد په کچه ٣٦ دولتي تصدۍ او ١٦ دولتي شرکتونه فعاليت کوي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته