ټولنه

په پروان کې دننني زلزلې له امله څه دپاسه ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
دکابل په شمال کې  دپروان له ولايت څخه  په لومړنيو رارسيدلو  خبرونوکې ويل شوي دي  چې  په دغه ولايت کې دننني زلزلې له امله څه ناڅه پنځه تنه وژل شوي  او اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي .
  دغې زلزلې  دغه راز  دچاريګارو ښار  او د پروان ولايت  دسياه ګرد ، بګرام او دجبل السراج  دولسواليو په مربوطاتو کې  په سلګونه کورونه ويجاړ کړي دي .
  دپروان دوالي وياند  باختراژانس ته وويل چې  په  ننني زلزله کې په پروان کې   دښوونځي  د زده کوونکو په ګډون  داووه تنو  د ټپي کيدو  او ديوتن دوژل کيدو   خبر ترلاسه شوى دى .
  خو دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې يو مسوول وايي  چې  ددغې زلزلې له امله  درارسيدلو خبرونو له مخې  پنځه تنه وژل شوي او څه ناڅه اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي.
  په پروان کې  دنننۍ زلزلې  په قربانيانو کې  درې ماشومان او يوه ځوانه نجلۍ  شامله ده . 
  دپروان دوالي وياند وايي  چې نړيوال  مرستندوي  بنسټونه  او دولتي  مرستندويان ډير ژر  دژغورنې ټيمونه او کومکي  مالونه ددغې زلزلې له امله  دبند پاتې شويو کسانو دژغورنې او له مصيبت ځپلو کسانو سره دمرستې لپاره  ليږي .
  نن له غرمې وروسته  په يوه بجه او شپږ څلويښتو دقيقو دريکتر په مقياس  داووه اعشاريه اووه درجو په سختوالي يوې زلزلې  دافغانستان ، هندوستان بنګله ديش ،پاکستان او  دازبکستان ځينې سيمې ولرزولې .
  دامريکا  دځمکې پيژندنې ادارې  ددغې زلزلې مرکز  دافغانستان  دبدخشان  په ولايت  د هندوکش دغره په لړۍ کې  تثبيت کړى دى .
  درارسيدلو خبرونو له مخې  ددغې زلزلې  ژورتيا  دځمکې  په دوه سوه متري  کچه کې  ښودل شوى  دى  سره له دې هم لاتراوسه پورې هم  ددغې زلزلې له امله په پروان کې  دسر داوښتو زيانونو  او مالي تاوانونو  دقيقه اندازه   روښانه نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته