فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات وستايل شو

کابل باختر دمرغومي ٦ :
دافغانستان د ځوانانو  مدني ټولنې نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين اوسرپرست ډاکتر کمال سادات او يوشمير نوميالي اومخور شخصيتونه وستايل  .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دافغانستان دځوانانو مدني ټولنې دهېواد په ٩ ولايتونوکې  د نوښتګرو ، غوره اوفعالو شخصيتونوپه باب  نظر سنجونه ترسره کړې وه  چې ددغې نظر سنجونې له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات هم دانتخاب شويو کسانوله  جملې څخه و  او ددغې ټولنې دستاينې لوحه يې ترلاسه کړه.
په  هغې غونډه  کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه دافغانستان دمدني ټولنې رئيس فردين فدايي دترسره شوې سروې او نظر سنجونې په باب معلومات ورکړل.
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات ، داجراييه رياست ددفتر رئيس عبدالقهارعابد ، دمشرانو جرګې غړى محمدعلم ايزديار،  دمدني ټولنې  په چاروکې د جمهوررئيس  ستره سلاکاره  عادله بهرام نظامي ، دنړۍ دفلسفي رياضي فيلسوف محمدصديق افغان ، نړيوال قاري شيخ القرا عبدالکبيرحيدري ،  داستازو په مجلس کې دخلکو استازې فاطمه عزيز او ورزشکار باز محمد مبارز  هغه شخصيتونه و  چې ددغې نظرسنجونې پربنسټ يې دټولنې دستاينې لوحې ترلاسه کړې.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دستاينې دلوحې له ترلاسه کولو وروسته  وويل  چې دغه موضوع  زموږ مسووليت مننه لاپسې زياتوي.
په همدې ترتيب عبدالقهار عابد ، محمدعلم ايزديار، عادلې بهرام ، محمد صديق افغان ، فاطمې عزيز او باز محمدمبارز هم  خبرې وکړې اودمکافاتو او مجازاتو دفرهنګ په رواجولو يې ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته