سیاست

مسلميار دمنصور نړيوال تشخصيه کلينيک پرانيست .

کابل باختر د سلواغې لومړى  :
دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار  نن  دکابل ښار  په دريمه ناحيه کې  دمنصورنړيوال تشخصيه کلينيک  دپټۍ په پرې کولو سره  پرانيست .
  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دمشرانوجرګې رييس  په داسې حال کې چې  ددغه کلينيک  بيلابيلې برخې کتلې  دخبرو په ترڅ کې په څو تيرو کلونوکې  ناروغانو ته دهيواددروغتيايي خدمتونو وړاندې کول  دقناعت وړ ونه بلل څرګنده يې کړه  ددغه شان سمبالو کلينيکونو په جوړولو سره  کولى شو  تريوې اندازې پورې  ددرملنې لپاره  بهرنيو هيوادونو ته دناروغانو ديون  مخه ونيسو .
  وروسته ډاکتر نذير احمد پوپل  ددغه کلينيک دنورو روغتيايي کارکوونکو په استازيتوب  دمشرانوجرګې  دهيئت  دورتګ له امله  دمننې په ترڅ کې وويل  دغه کلينيک  په بيلابيلو برخو کې دمسلکي او مجربو  کدرونو په لرلو سره  نوې  په فعاليت پيل کړى دى  او په نږدې راتلوونکې کې به  له لرې واټن څخه  له بهرنيو هيوادونو سره دناروغانو دتداوي  او درملنې سيستم  برابر کړي .
ده زياته کړه  دغه کلينيک په پرمختللو طبي وسايلو سمبال دى  او دهيوادوالوپه خدمت کې دى . 
دغه راز دمشرانوجرګې رييس  دمنصور دنړيوال  خدماتي شرکت بيلابيلې برخې وکتلې .
ديادونې وړ ده  چې دغه شرکت  دلوژستيکي  خدمتونو ، دنرم افزارونو دپراختيا ، داطلاعاتو او ارتباطاتو دزمينې دبرابرولو دپروژې  دمديريت په برخو کې  له ٢٠٠٨ميلادي کال راپديخوا فعاليت کوي .
په دغوکتنو کې ځينې سناتوران اودمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي هم برخه لرله .
  ديوبل خبر له مخې ،  دمشرانوجرګې  لومړۍ نايب  محمدعلم ايزديار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي چارو له معين سيد مصدق  خليلي سره وکتل .
  په دې کتنه کې  دتاريخي ابداتو  دساتنې ،  دلرغونو اثارو دترميمولو او دځينو مسئلو په باب  خبرې اترې وشوې  او څرګنده شوه  چې افغانستان   دلرغونو ارزښتناکو اثارو له پلوه  ډير بډاي  دى بايد دهيواد دتاريخي ابداتو په ساتنه  او ترميمولو کې  زياته پاملرنه وشي .
  دغه راز  دسنامجلس  لومړى نايب محمد علم ايزديار نن  دسره صليب  دنړيوالې کميټې له حقوقي سلاکار او دخپرونو له مسوول سره  دخپل کار په دفتر کې  وکتل .
  په دې کتنه کې ددغې کميټې  حقوقي سلاکار  يار محمد ياري  دخبرو په ترڅ کې وويل  دسره صليب   نړيواله کميټه  يوه بې طرفه  او خپلواکه موسسه ده چې بشري ماموريت يې  دوسله والو  شخړو دقربانيانو دژوندانه  او وقار  ملاتړ او هغوى ته  دمرستو برابرول دي .
  ده زياته کړه  دغه بنسټ هلې ځلې کوي چې  دبشر دوستانه  نړيوال قانون  او دبشري اصولو دخپرولو او پراختيا له لارې  دقربانيانو ددردونو او کړاونو مخه ونيسي  او دغه کميټه هم  نړيوالې مرستې  همغږۍ  او رهبري کوي .
وروسته  دسنامجلس لومړى نايب  دسره صليب  دنړيوالې کميټې  دبشر دوستانه مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل دافغانستان خلک  چې له زياتوکلونو راپديخوا  ددغه بنسټ  له فعاليتونوسره  پوره بلدتيا لري  هيڅکله به ددغه مرکز انسان دوستانه مرستې هيرې نه کړي .
دغه راز دسنامجلس لومړى نايب  دغزني ولايت  دولايتي شورا له رييس او ځينو غړو  او په دغه ولايت  کې دشهيد احمد شاه مسعوددبنسټ له مسوول اويوشمير مشرانو سره وکتل .
  په کتنه کې  دواړو لورو دغزني  دارزښت او مقام په باب خبرې وکړې  او دمشرانوجرګې  او دغزني دولايتي شورا  ترمنځ  دلازياتو او ښو اړيکو په ټينګښت باندې ټينګار وشو .
په همدې ترتيب  ايزديار  دغزني ولايت  دسولې دعالي شورا له يوشمير مسوولينو او دورزش  له کارکوونکوسره وکتل .
  په دې کتنه کې  دغومسوولينو  دمشرانوجرګې  دلومړى نايب په توګه دمحمد علم ايزديار دټاکل کيدو له امله دمبارکي دويلو په ترڅ کې  دورزشکارانو  يوشمير ستونزې  په ګوټه کړې   او دسنامجلس  دهمکاري غوښتنه يې وکړه  چې دلومړى نايب له خوا له هغوى سره دهمکاري ژمنه وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته