اقتصاد

د نوي پراختیایي ملګرتیا په اډانه کې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د حکومت ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د امریکا دمتحده ایالاتو حکومت او د افغانستان د مالیې وزارت د نوي پراختیایي ملګرتیا په اډانه کې د یوشمیر موخو د ترلاسه کولو لپاره د ملي یووالي حکومت ته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرستې د ورکولو په اړه یو سند لاسلیک کړ. د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ښه والي لپاره، د متحده ایالاتو د حکومت د روانو ژمنو د یوې برخې په توګه د دغو مرستو ورکړه، په غوره ډول د عوايدو د راټولولو، د اداري فساد د کمښت، او د بېوزلو او محرومو کسانو په تېره بيا له ښځو سره د مرستې له لارې د بېوزلۍ د کمښت په ګډون، د افغان حکومت د ځانګړو پراختیایې لاسته راوړنو او په مهمو پالیسیو کې د اصلاحاتو د پلي کولو سره تړلې ده.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل: "نوې پراختیايي ملګرتيا یو داسې اغېزمن میکانیزم دی چې د متحده ایالاتو مرستې د افغان حکومت د اصلاحاتو له اجنډا سره برابرې او هملارې کوي. په ملي-بودیجه کې د شامل تمویل د يوې لارې يا ډول په توګه، دغه ملګرتيا، افغان حکومت ته اړينه مالي موده په لاس ورکوي تر څو خپل هغه پراختيايي لومړيتوبونه پلي کړي چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لامل ګرځي."
د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکاد متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) مرستیال مدير ویلیام همینک وویل: "د پراختيآيي مهمو پايلو سره د متحده ايالاتو د مالي مرستو تړل، په داسې حال کې چې د افغانانو مالکیت ډیروي او د افغانانو په مشرۍ او رول لوبولو د پراختیایې تګلارې د غوره کولو لامل کرځي،د افغانستان حکومت ته دا توان وربښي تر څود اصلاحاتو لپارهخپله اجنډا پلي کړي."
د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID) د ۲۰۱۶ کال د نیمایې لپاره د نوي پراختیایي ملګرتیا د درېیمې برخې د پایلو او اړوندو شاخصونو سپیناوی پای ته ورساوه. د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID)او د مالیې وزارت د هوکړې پر بنسټ، د هغو پايلو او اړونده شاخصونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې د اساسي اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې اغېزمن ثابتېږي او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ښه‌والې لامل ګرځي،د ملي یووالې حکومت د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرستې د ترلاسه کولو لپاره اړين شرایط پوره کړي دي.
د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې(USAID)به د مالیې له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي تر څو له افغان حکومت سره د لا زياتوموخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، او د دغه پايلو څخه هره يوه به يې د نورو مالي مرستو د ورکړي لامل شي.نوی پراختیایی ملګرتیا په پام کې لرې چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۸۰۰ میلیونه ډالره تشویقي مالي مرستهچمتو کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته