امنیت

په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې داعشيانو ته د سر دروند زيان

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٤:
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو د نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينوسيموکې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
لومړى بريد تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٢١ تنه داعشيان وژل شوي او د هغوى څو پټنځي او د جنګي وسايلو څو ډيپوګانې له منځه وړلې شوې دي.
دغه راز ويل کيږي چې د ننګرهار ولايت په اچين او د روداتو په ولسواليوکې د ورته بريدونوله امله  ٢٢ تنه داعشيان ووژل شول او پټنځي يې ويجاړ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته