سیاست

دپاکستان پارلماني انتخابات پيل شول .

اسلام اباد باختر دثور يو ويشتمه :
دپاکستان په پارلماني انتخاباتو کې راي ورکول نن سهار په اتو بجو په رسمي ډول پيل شول.
په مليونونه پاکستاني وګړي به دپاکستاني طالبانو له ګواښونو سره سره په دغوانتخاباتو کې ګډون وکړي .
باختراژانس دډي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ، دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کيږي چې پاکستاني طالبانو راي ورکوونکو او سياسي ډلوته په ګواښ سره دانتخاباتو د تحريمولو غوښتنه کړې ده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دڅه دپاسه يو سلو شلو تنو په تيرو شلو ورځو کې دکانديدانو او دانتخاباتي غونډو پرخلاف په بريدونوکې وژل شوي دي .
دبې ساري انتخاباتي تاوتريخوالي او دطالبانو د بريدونو له امله دراي ورکولو په څو حوزو کې انتخابات ځنډول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته