کابل باختر د ثور څلورمه :
په کابل ښارکې د تيرې سه شنبې د ورځې د مرګانۍ او خونړۍ پيښې د شهيدانو د فاتحې اخستلو مراسم د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې پرځاى شول .
د پروان ولايت د کوه صافي ولسوال سيف الله بيدار د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مراسموکې د دولتي مسوولينو او کارکوونکو په ګډون سربيره د کوه صافي ولسوالۍ په سلګونو تنو مشرانو، عالمانو، مخورو او اوسيدونکو برخه اخستې ده .
په دغو مراسموکې د کوه صافي ولسوالۍ عالمانو او مشرانو دغه ځانمرګي او تروريستي بريدچې زموږ د ګڼ شمېرهېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شو، په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده او دغه عمل يې غير انساني او د اسلام دمبين دين د لارښوونو پرخلاف وباله .
د دغو مراسمو برخه والو شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د بيا روغتيا او شهيدانو پاتې کسانو ته يې د لوى خداى ( ج) له دربارڅخه د جميل صبر هيله وکړه.
0 1 دقیقه لوستل