سیاست

دډاکتر عبدالله عبدالله د مبارکۍ پيغام.

کابل باختر د سلواغې ديرشمه :
په ګوګل کې د پښتو ژباړې د اضافه کېدو په اړه د اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د مبارکۍ پيغام
په ګوګل کې د پښتو ژباړې د اضافه کېدو په اړه ټولو افغانانو په ځانګړي ډول معززو، ویاړلو او غیورو پښتنو ته مبارکي وایم.
ژبه یوه ټولنیزه مهمه پدیده ده، چې په ټولنه کې د انسانانو د پوهولو راپوهولو او د ورځنیو ستونزو د حل لپاره کاریږي. ژبه د بشر د کلتور ستر ارزښت او بډایه پانګه او دتفاهم او فکر د څرګندولو یوه عامه وسیله ده.
دا دی د پښتو ژبې د لا بډایه کولو، ژوندۍ ساتلو او پراختیا لپاره ګوګل یو مهم ګام پورته کړ او پښتو ته یې د انلاین ګوګل ژباړې اسانتياوې برابرې کړې.
زه د دې ستر او تاریخي ګام له امله ټولو پښتنو ته مبارکي وایم، داسې پرمختګونه دې تل د افغانستان په برخه وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتواومعلوماتي تکنالوژۍ وزارتونه او علومو اکاډمي به په ګډه د دې برخې د پياوړتیا او بډاې کېدا لپاره کار وکړي. حکومت به په دې اړه د ګوګل له ادارې سره هم خبرې وکړي او له ټولو هغو ممکنو لارو به کار واخلي، چې ورسره په ګوګل کې پښتو ژباړه پياوړى شي.
له لیکوالو او ادیبانو مې هم هیله دا ده، چې په دې برخه کې لاس په کار شي او هر څوک چې په هره برخه کې هر څومره کولای شي، د پښتو ګوګل ژباړې د پياوړتیا لپاره دې اقدام وکړي.
په ګوګل کې د پښتو ژباړې پياوړتیا د دې خوږې او ملي ژبې له پياوړتیا، ژوندۍ کېدو او نړیوال کېدو سره مرسته کوي. له دې وروسته د نړۍ د هرې ژبې ویونکی کولای شي، چې پښتو ژبه له هر ډول ستونزې پرته ولولي او پرې ژباړه وکړي.
زه یو ځل بیا ټول افغان ملت ته د دې ستر بریاليتوب مبارکي وایم او هیله من یم، چې افغانستان دغه ډول مهم علمي پرمختګونه تل ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته