کابل باخترد غبرګولې دولسمه :
دکابل دبيني حصار په ساحه کې واټ ته څېرمه ديو ماين د چاودنې له امله دلرغونپوهنې يو انجنير شهيد او څلور تنه نور ټپيان شول .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، نن سهار د اووه پجو په شاوخوا کې دکابل دبيني حصار په ساحه کې واټ ته څېرمه يو ماين هغه وخت وچاوديد کله چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغونپوهانو د سپرلۍ موټر له ساحې څخه تېريده .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رېيس نور اقا نوري تاېيد کړه چې؛ په دې پېښه کې يو تن لرغونپوه انجنير عبدالوهاب فيروزي شهيد او د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه نور لرغونپوهان ټپيان شوي دي .
دکابل دپوليسو يو خبرځاى وايي چې ؛ماين په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و او کله چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هايلکس موټر له ساحې څخه د تېريدو په حال کې وو ، چاودنه يې وکړه .
دغه لرغونپوهان د څېړنې او کارپه مقصد دعينکو دمسو دکان ساحې ته تلل .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل