فرهنګ

حسينه ساپۍ دتاريخي ابدو په ساتنې ټينګار وکړ .

کابل / دليندي ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې حسينې ساپۍ  نن  دغزني ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ  درياست  له سرپرست سره په کتنه کې ددغه ولايت  کاري رپوټ او دفرهنګي برخې ستونزې  واورېدې .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې دغزني  داطلاعاتواوفرهنګ د رياست سرپرست  ادريس وفا  ددغه رياست دبرياليتوبونو اوکارونوپه باب معلومات ورکړ او ويې ويل :  په وروستي يوکال کې دغزني دڅلو په ساحه کې  دکيندنې پروژې  دکار په بهير کې  څه دپاسه  دوه سوه  منقول اوغير منقول تاريخي اثار  ترلاسه شوي دي .
هغه  زياته کړه  چې په دغو اثارو کې  شمعدان ،يوستر خم ، کوزې ، فلزي سکې ، چاينک ، او يوشمېر نور اثار  شامل دي .
  هغه څرګنده کړه  چې داسلامي دورې دتاريخي اثارو موزيم هم  له اوو کلونو وروسته  بيا په غزني کې فعال شوى دى .
دغزني ولايت داطلاعاتواوفرهنګ  درياست سرپرست  ددغه ولايت دفرهنګي برخې  په تېره بيا دابو ريحان البيروني اوشريف خان  دمقبرودپروژو دکار بشپړولو ،دتاريخي ابداتو دښه امنيت دتامينولو په خاطر  د٠١٢ قطعې  دمنسوبينو  زياتوالي  ته پاملرنه اودصنايع اوونيزې ته  دکافي تخصيص دورکولو چې څه دپاسه شپيته کاله  لرغونتيا لري  يوشمېر ستونزې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .
حسينه ساپۍ دهېواد تاريخي څلې او لرغونې اثار  دهېواد فرهنګي او ملي پانګې وبللې او زياته يې کړه :  چې دهېواد ددغوتاريخي  اثارو ساتنه اوترميمول  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په کاري لومړيتوبونو کې شامل دي .
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دتاريخي  څلوپه ساتنې ټينګار وکړ اودغزني دفرهنګي برخې  دستونزو دلرې کولو په مقصد يې  ددغه وزارت پاملرنه  څرګنده کړه .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته