کابل / دچنګاښ ٧مه / باختر:
وسله والو طالبانو پرون دوه تنه دغلااودانسان تښتونې په تور په دار وځړول .
دفارياب دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانودوه تنه ددغه ولايت په پشتون کوټ او قيصارولسواليو کې دانسان تښتونې ، وسله والو غلاو ، او له خلکو څخه دباج اخستنې په تور دپشتون کوټ ولسوالۍ دخواجه ناموسي په بازار اودقيصار ولسوالۍ د چهل ګزي په بازار کې په عام محضر کې په دار وځړول .
يورش دوسله والو طالبانو دغه عمل صحرايي محکمه او دشرعيت او دهېواد دنافذو قوانينو دحکم پرخلاف وباله او ويې ويل چې تراوسه پورې معلومه نه ده چې دغه کسان مجرم و ، که څنګه ؟
ختم _ج_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ