فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو سابقه لرونکى مامور وفات شو

کابل- باختر دکب دمياشتې شپږمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو سابقه لرونکى مامور  ژباړونکى، ليکوال ، شاعر او قومي مخور سيف الرحمن آشنا د هغې ناروغى له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو .
ارواښاد سيف الرحمن  آشناپه ١٣١٩ هجري لمريز کال کې دکونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ په شين کوړک کلي کې وزيږيد او په دغه ولايت کې يې په زده کړو پيل وکړ او له فراغت وروسته، دکورنيو چارو وزارت په مربوطاتوکې په بېلابېلو برخو کې په اداري کار پيل وکړ .
وروسته يې د پوهنې، فوايد عامې او د اطلاعاتو او فرهنګ  په وزارتونوکې رسمي ماموريت ته دوام ورکړ او د ده دکار زياته موده په باختر آژانس کې وه.
سره له دې چې ارواښاد آشنا د تقاعد د قانوني مودې په بشپړولوسره په ١٣٨٠ کال کې تقاعد شو، خو د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست کې يې خپل کار ته دوام ورکړ .
ارواښاد سيف الرحمن آشنا په پښتو او دري ژبو شعرونه ويل او څو ادبي آثار يې په پښتو ژباړلي دي .
دى د هغې ناروغى له امله چې ورپيښه شوې وه؛ نن وفات شو او جنازه يې سبا دکونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ په شين کوړک کلي کې د دوى په پلرني اديره کې خاوروته سپارل کيږي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين او د باختر آژانس د مشرتابه هيئت او کارکوونکي د ارواښاد سيف الرحمن آشنا د مړينې له امله د ارواښاد  کورنۍ او د هيواد د مطبوعاتوکارکوونکو او فرهنګيانو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ده ته د فردوس جنت هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته