امنیت

په ننګرهار کې له لسګونو بيځايه شويو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر دتلي نهمه :
په  ننګرهار ولايت کې له لسګونو بيځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
  په دې پړاو کې د اې ار سي  له خوا دننګرهار ولايت دمهاجرينو رياست په مرسته  له پنځه شپيتو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده .
دننګرهارولايت دمهاجرينودراستنولودچارورييس غلام حيدرفقيرزي  باختر اژانس ته خبر ورکړ چې په دې پړاو کې له ٦٥ کورنيو سره چې د  جګړو له امله دننګرهار ولايت داچين ، کوټ ،  پچير او اګام او دچپرهار له ولسواليو څخه بې ځايه شوي دي مرسته شوې ده .
ده وويل په دې پړاو کې له هرې کورنۍ سره دڅوارلسو زرو افغانيو مرسته شوې ده .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې له سلو  اړوکورنيو سره دخوراکي توکو مرسته  وشوه .
دغه توکي ددولتي  او غير دولتي بنسټونو له خوا برابر شوى و .
ويل کيږي  په دغو توکو کې وريجې ،  غوړي ، اوړه ، چاى او بوره شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته