فرهنګ

دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په سلو کې څه ناڅه ٨٠ مطبوعاتي کارکوونکي ښځې دي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په سلوکې څه ناڅه اتيا مطبوعاتي کارکوونکي ښځې دي .
دغه ښځې او نجونې په باختر آژانس او د اتفاق اسلام په ورځپاڼه کې مطبوعاتي فعاليت کوي او هره ورځ د سيمه ييزو خبرونو او رپوټونو په برابرولو کې مهم رول لري.
سره له دې ويل کيږي چې دهرات درسينو په سلو کې کابو شل تنه کارکوونکي ښځې دي خو دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر نور احمد کريمي په رسنيو کې دښځو دعلاقمندۍ دزياتوالي ډاډ ورکوي.
په ټولنه کې واکمنه دوديزه فضا، په کاري چاپيريال کې جنسيتي توپير ، په رسنيو کې ناڅيز معاش او دکاري امنيت نشتوالى دهرات په رسنيو کې دښځو دکمرنګه شتون عوامل بلل شوي دي ،سره له دې هم اوس يو زيات شمير د زده کړې خاوندان په رسنيو کې له کارسره علاقمندي لري.
سره له دې چې ترلاسه شوې شميرنې ښيې چې کال په کال په لسګونو تنه دهرات پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه فارغيږي خو کم شمير يې په رسنيو کې دخبريالۍ په کار بوخت دي او د رسنيو زياتره کارکوونکي مسلکي نه دي.
د آزادو خبريالانو دملاتړ (نى) د دفتر مسوول حامد مومن څرګنده کړه چې د رسنيو په سلو کې کابو شل تنه کارکوونکي ښځې دي .
دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو دآمر دڅرګندونو له مخې : شل تنه ښځې او نجونې په هرات کې په سيمه ييزو او ملي رسنيو کې دخبريالۍ په کاربوختې دي.
خبريال او داستقلال درسنۍ دخبر مدير جواد بيات وايي په رسنيو کې دښځو فعال ګډون په ټولنه کې د وروستيو مثبتو بدلونونو زيږنده دي .
دمسووليت مننې او د زړه سوي داحساس په ګډون دښځو مثبت خصوصيتونه کولاى شي په رسانه اي برخه کې هم اغيزمن وي.
بيات څرګنده کړه : د ده دشخصي تجربو له مخې ښځې آن کولاى شي له نارينه و څخه په اغيزمنه توګه په رسنيو کې ګټورې وي.
دغه خبريال د ټولنې ناوړه دودونه او رواجونه ، توپيرونه او تبعيض ،نا امنۍ او داقتصادي استقلاليت نشتوالۍ دهغو ميرمنو او نجونو مهمې ستونزې بولي چې په رسنيو کې فعاليت کوي.
يو شمير دغه ميرمنې او نجونې د رسنيو نامناسبه فضا او کم امتياز دامنيت او دهرات دوديزه فضا په رسنيو کې دښځو دشتون دکمرنګوالي دلايل بللي دي خو درسنيو مسوولين وايي چې په رسنيو کې دښځو او نارينه و ونډه يو شان ده او هيڅ توپير شتون نه لري.
دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست داطلاعاتو آمر نور احمد کريمي وايي چې ښځې او نجونې له نارينه و سره اوږه په اوږه په ساحوي او کورني کاربوختې دي او په رسنيو کې دښځينه او نارينه کارکوونکو ترمنځ هيڅ راز توپير نشته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته