جلال آباد- باختر د زمري دمياشتې ١٣ :
د اور وژنې ټيمونه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې دڅپلک پلورنې په مارکيت کې نن سهار دلګيدلې اور د وژنې لپاره هلې ځلې کوي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې ، دغه اور نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د دغه مارکيت به تلخونه کې ولګيد او اوس يې دڅپلکو پلورنې زياتره دوکانونه يې نيولې دي.
تراوسه پورې د دغې اورلګيدنې انګيزه نه ده روښانه شوې.
دپيښې له سيمې څخه د باختر آژانس خبريال ګلستان غالب وايي : چې د اور وژنې ټيمونه هلې ځلې کوي چې په اور وژنې سره به څيرمه دوکانونو او مارکيتونه د اور له خپريدو څخه وژغوري.
د ننګرهار ولايت امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد معصوم هاشمي باختر آژانس ته وويل : چې د پوليسو مامورين ترخاصو شرايطو لاندې د اورلګيدنې له سيمې څخه د مالونو په ليږدولو کې له دکاندارانو سره مرسته کوي.
0 1 دقیقه لوستل