کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
د ناټو ځواکونو يو عسکر پرون دافغانستان په جنوب کې ووژل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په هغې خبرپاڼه کې چې دناټو دځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي چې د دوى يو عسکر دماين دچاودنې له امله وژل شوى دى. خو په خبرپاڼه کې د وژل شوى عسکر د هويت او د پيښې د دقيقې سيمې په باب څه نه دي ويل شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ