خبرونهامنیت

د ملي ادرو یو سرتیری او دوه ملکیان په فراه کې شهیدان شول

کابل / د وري ۸ / باختر
وسله والوطالبانوپرون له غرمې وروسته د ملي اردو یوسرتیری او دوه ملکیان په فراه کې شهیدان کړل.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد عارف عدیل د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې وسله والوطالبانو د ملي اردو یوسرتیری او دوه ملکیان د فراه ښارپه دویمه ناحیه کې په ډزو سره ووژل.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، پولیسو د دغې پېښې په اړوند ٤ تنه نیولي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته