امنیت

په لسګونو تنه تروريست طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې  په لسګونوتنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ:  دهېواد ملي امنيت او دفاعي ځواکونو په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دننګرهار ، غزني ، ميدان وردګو ، قندهار ، بادغيس ، تخار ،بغلان ، کندز ، سرپل او دهلمند دولايتونوپه يوشمير  ولسواليو کې  ګډ يرغليز   او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو دپنځو تنو قوماندانانو په ګډون ددغې ډلې  په لسګونو تنه  افراد ووژل شول اوپنځلس  تنه نور ټپيان شول .
  دملي دفاع وزارت مقاماتو څرګنده کړه چې دبغلان ولايت په مرکز  پورې اړوند دډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري په ساحو کې ٤٣ تنه ياغي طالبان وژل شوي او اووه  تنه نور ټپيان شوي  او دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو  هر يو خالد ، ګلاب او صابر په ګډون ١٢ تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دکوکچنار  دلارې  په مربوطاتو کې  ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو  مولوي جواد او امين په ګډون لس تنه ډاراچوونکي وژل شوي او دتخار  ولايت دخواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
  دغه راز دکندز ولايت ددشت ارچي ، دهلمند ولايت دنادعلي ، دغزني ولايت د قره باغ او اندړو  او دميدان وردګو ولايت دسيد اباد دولسواليو په مربوطاتو کې شپاړلس تنه تروريستان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
په دغو عمليات کې دملي اردو پنځه تنه سرتيري شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته