امنیت

په غزني کې دوسله والو مخالفينو دسرزيان اوويا تنو ته ورسيد

غزني باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
دغزني  ولايت په اندړو ولسوالۍ  کې دوسله والو مخالفينو دسرزيان تراوسه پورې اوويا تنو ته ورسيد.
په غزني کې  دملي اردو د ميشتو ځواکونو وياند حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل  چې  د افغان پوځيانو له خوا   له هوا او ځمکې څخه  د اندړو ولسوالۍ په آرزوحومه ، ميري ، جمال قلعه  او اتل مفتي  کليو کې بريدونه شوي چې  له امله يې  تراوسه پورې اوويا تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي چې په وژل شويو کسانو کې دوسله والو مخالفينو څو تنه قوماندانان هم شامل يدي.
حنيف رضايي وويل دکوماندو دځواکونو له خوا دکورپه کور پلټنې پيل شوي  او دغه پلټنې به په دې ولسوالۍ کې ددښمن تربشپړ پاکولو پورې  دوام ولري.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رمضان علي دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  چې وضعيت دامنيتي ځوکونو تر ادارې لاندې دى  او په اندړو ولسوالۍ کې څو کلي دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
داندړو ولسوال قاسم ډيسوال له باختر آژانس سره په  ټيلفوني اړيکه کې وويل  چې له تيرې شپې څخه تراوسه پورې دښمن د سر دروند زيان ليدلي او افغان پوځيان د پرمختګ په حال کي دي.
ديادونې وړ ده  چې په دغو  جګړو کې دوه افغان سرتيري شهيدان او څلورتنه نور ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته