کابل باختر دوري اوولسمه :
دپوليسو يومنسوب او د انتخاباتودخپلواک کميسيون دوه تنه کارکوونکي نن سهار په کندز ولايت کې شهيدان شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني دباخترآژانس خبريال ته وويل: ددغوکسانو دسپرلۍ موټر دخان آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې کله يې چې د راى ورکولو د پاڼو صندوقونه مرکز ته ليږدول؛ په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله يې شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د راى ورکولو پاڼې هم له منځه تللې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ