کابل / دغبرګولې ٢٤مه / باختر:
وسله والو کسانو په تخار کې تېره شپه دجومات يو ملا امام شهيد کړ .
دتخار دوالي وياند محمدجواد هجري نن وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو ددغه ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې مولوي عين الله خلياني په ډزو سره شهيد کړ .
هجري وويل چې په دې پېښه کې يوتن بل ټپي شو .
تراوسه پورې ددغه ديني عالم دوژلو انګيزه نه ده څرګنده شوې او کومې ډلې هم دده مسووليت په غاړه نه دى اخستى .
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ