امنیت

د قندهار د دامان ولسوال پر موټر چاودنه وشوه

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
څو شېبې وړاندې په قندهار کې دوه ملکيان په چاودنه کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې چاودنه د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کې پر يو موټر شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ملکيان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول او څو موټر هم وسوځېدل.
ويل کېږي د دغې چاودنې موخه د دامان ولسوال و چې هغه ته زيان نه دى اوښتى.
د دغه خبر جزئيات وروسته خپرېږي.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته