سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا په شپږمه غونډه کې چې پرون ماښام په ارګ کې  جوړه شوه؛ د دارالامان ساحې په اوسني وضعیت، د محمداغې ولسوالۍ په پراختیايي طرحې، د پُل‌علم د چوب‌فروشۍ په ساحه کې د استوګنیزو بلاکونو جوړولو او په کابل ښار کې د تمځایونو د ایجاد پر طرحو بحث وشو. 
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې  د کور او ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د کابل ښار د دارالامان ساحې د اوسني وضعیت په اړه عمومي تصویر وړاندې کړ وې ویل: موږ دا مهال د کور او ښارجوړولو په وزارت کې غوره ظرفیت رامنځته کړی دی او په دغه وزارت کې د لوړو زده‌کړو لرونکي انجنیران شته چې په منل شویو معیارونو د چارو د ترسره کولو وړتیا لري.
هغه زیاته یې کړه: هڅه مو داده چې د ښار جوړولو په برخه کې غوره برنامې او معیاري پلانونه ولرو.
غونډې د دارالامان په ساحې هر اړخیز بحث وکړ او جمهوررئیس غني د دغه بحث په جمع بندۍ کې د ښارجوړولو وزارت د ستاینې تر څنګ وویل: د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه باید په دارالامان ماڼۍ کې ونمانځل شي او تر هغه وخته باید د دارالامان ماڼۍ د رغاونې چارې بشپړې شي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: کاري پلانونه باید منظم، منسجم او همغږي وي، زموږ هڅه داده چې په ادارو کې د انجنیرۍ ظرفیتونه تثبیت شي او ټینګار یې وکړ چې د کابل شنې سیمې باید وساتل شي.
د غونډې په دوام د پایتخت زون رئیس الهام عمر هوتکي د پایتخت زون په چوکاټ کې د محمداغې ولسوالۍ پراختیايي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
په دغه طرحه کې د کرنیزو او صنعتي ساحو رامنځته کول، د ښاري ترانسپورټي سیستم رغاول، په ۱۰۰هکتاره ځمکه کې د محمداغې صنعتي پارک جوړول چې کرنیز محصولات او لبنیات به په کې پروسس کېږي او د څیړنیز مرکز جوړول چې د انجنیرۍ، کرنې، طب، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې به څیړنې کوي، د محمداغې تفریحي ـ اقتصادي پارک چې د ژوبڼ، حوضونو، ښوونیزو مرکزونو، هوټلونو، جومات او جمنازیوم په شمول به د معاصرو اړتیاوو ټول امکانات ولري او د سرخاب بند او برېښنا شبکې جوړول په کې شامل دي.
همدارنګه دغې طرحه کې د شنو خونو جوړول، د تاریخي سیمو بیا رغاونه او د محمد اغې لوژستیکي پارک جوړولو وړاند وینه هم شوې ده چې څلور جنوبي ولایتونه به د محمداغې ولسوالۍ له لارې مرکز سره نښلوي. 
د ښاري پراختیا عالي شورا غړو د محمداغې ولسوالۍ په پراختیايي طرحې هر اړخیز بحث وکړ د دغې طرحې عملي کېدل یې د پایتخت زون په انکشاف کې خورا مهم وبلل.
ورپسې جمهوررئیس غني د یادې طرحې د ستایلو تر څنګ وویل، د پایتخت زون اړوند پنځه ولایتونه له یو بل سره د ځنځیر په څیر تړلي دي. هغه زیاته کړه، د پراختیايي برنامو څخه زموږ اساسي موخه داده چې په دغه سیمو کې شته نفوس څنګه وساتلی شو او د بیځایه کېدو مخه یې ونیسو، که دوی ته په خپلو سیمو کې کار او اسانتیاوې چمتو شي دا نفوس به په خپلو سیمو کې پاتې شي. 
جمهوررئیس محمداغې ولسوالۍ کې هغو ځمکو او جایدادونو ته اشاره وکړه چې له پلاره ورته په میراث پاتې دي، وې ویل: زه د خلکو او ولس مدیون یم، غواړم محمداغې ولسوالۍ کې پلرنۍ ځمکه د دغې پروژې په چوکاټ کې د ولس د خیر ښېګڼې او د یاد څیړنیز مرکز د جوړولو لپاره وقف کړم. 
جمهوررئیس  وویل، په دغه ولایتونو کې د ناآرامیو یو علت هم د کرومایټو کانونه دي باید د کرومایټو د پروسس یوه فابریکه جوړه شي چې د کاني زیرمو د قاچاق او ناآرامیو مخه ونیول شي. همدارنګه هغه د ځمکې لاندې اوبو په مدیریت او تنظیم ټینګار وکړ وې ویل، د پایتخت زون ته باید په پراختیايي برنامو کې د زون په کچه پاملرنه وشي.
د غونډې په دوام کې د لوګر ولایت د پل علم ښاروال نصیر احمد لیلیزي د پل علم د چوب فروشۍ ساحې انکشافي طرحه وړاندې کړه. د طرحې له مخې په پام کې ده چې د چوب فروشۍ ساحې ۵۳،۲جریبه ځمکه کې استوګنیز بلاکونه او سوداګریز مرکزونه جوړ شي. د پل علم ښاروال وویل، غواړو په دغه ساحه کې چې کومو کسانو ته پخوا نمرې وېشل شوي دي کورونه ورکړو او د دغې طرحې په عملي کېدو سره به ۱۵جریبه ځمکه شنې ساحې ته ځانګړي شي او د ښاروالۍ عواید به ورسره زیات شي.
د غونډې د برخه والو له خوا په یادې طرحې له هر اړخیز بحث وروسته، جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه، چې لومړی باید په بدیلې شنې ساحې فکر وشي او سیمه ورته ځانګړې شي او هغه نمرې دې تثبیت شي چې پخوا خلکو ته ورکول شوي دي او عواید دې په منصفانه او کره توګه و ارزول شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي کابل ښار کې د بسونو لپاره د تمځایونو د جوړولو، نصبولو، حفظ او مراقبت او همدارنګه د سوداګریزو اعلانونو بیل بورډونو د تنظیم طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د کابل ښاروال وویل، د کورنیو جنګونو پر مهال کابل ښار کې د بسونو تمځایونه له منځه تللي دي، غواړو د خصوصي سکتور په همکارۍ معیاري تمځایونه جوړ کړو. د هغه په وینا، کابل ښار کې په ۳۳مسیرونو کې ۴۵۰تمځایونه په پام کې نیول شوي دي، چې لومړنۍ نمونه‌یې پروژه به یې د سینماپامیر څخه تر کارته نو او هوايي ډګر په مسیر کې عملي شي. ښاغلي حبیبزي زیاته کړه، په دغه دوو مسیرونو کې به د خصوصي سکتور په همکارۍ ۸۹تمځایونه جوړ شي.
ښاغلي حبیبزي وویل، زموږ هڅه داده چې ښاري ترانسپورټ معیاري او سټنډرډ کړو او د سړکونو په اوږدو کې د بسونو او بایسکلونو لپاره ځانګړې لیکې جوړې کړو، چې له دې سره به د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او ښاریانو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.
په یادې طرحې له هر اړخیز بحث وروسته جمهوررئیس غني وویل، باید یوه څرګنده او ډیزاین شوې نقشه موجوده وي او خصوصي سکتور سره باید توافق ته ورسېږئ چې هغوی دا تمځایونه په کومو معیارونو او سټنډرډونو جوړوي.
همدارنګه جمهوررئیس د کابل ښار د ترافیکو اوسنیو ستونزو ته په اشارې وویل: ډېر ژر به د ترافیکو د مدیریت چارې کابل ښاروالۍ ته انتقال شي. هغه وویل د ترافیکو د مدیریت له انتقال سره به د جوازونو، لېسنس او اسنادو د صدور صلاحیت هم کابل ښاروالۍ ته ورکړل شي.
جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې د سوداګریزو بیل‌‌‌بورډونو د تنظیم لپاره دې یوه مشخصه مقرره جوړه شي، تر څو په ښار کې د بي نظمۍ مخه ونیول شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته