اقتصاد

د مالیې وزیر له مشرانو جرگي څخه د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې د رايو په غوڅ اکثریت د تائید له امله مننه وکړه

کابل_باختر د لړم د مياشتې٣٠مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په پارلماني چاروکې د دولت وزارت د مرستیال په ملتیا د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په اړه یې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر وویل: "د راتلونکې مالي کال ملي بودیجه د سولې او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) او همدا شان د ولایتي پالیسي له مخې د لګښتونو، د ملي عوایدو او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ملي بودیجې د وړاندوینې، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د پروګرامونو او پروژو پلي کولو او کمو پراختیا لرونکو ولاتیونو ته د ځانګړنې پاملرنې له مخې جوړه شوې ده."
د مالیې وزیر سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو نظرونه او وړاندیزونه به په ملي بودیجه کې د هېواد نافذه قوانینو، ملي ګټو، خلکو ته د غوره خدمتونو او شته امکاناتو ته په کتو په پام کې ونیول شي.
د غونډې په پای کې سناتورانو د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه په غوڅ اکثریت سره تائید کړه. #
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته