امنیت

يوسړى دشلو کيلوګرامو چرسو دليږلو په وخت کې ونيول شو .

کابل باختر د وري پنځمه :
دنشه يي توکو  يو قاچاق وړونکي دپوليسو له خوا په بغلان ولايت کې ونيول شو .  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل قاچاق وړونکى چې شل کيلوګرامه چرس يې په بدخشان ولايت کې بار کړى و او غوښتل يې کابل ته وليږدوي  پرون مازيګر  دپلخمري ښار دشمرق  دپلټنې په پوسته کې  له پيژندولو وروسته دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه نيول شوى کس  له کرولا موټر او چرس سره يې دکابل امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته