امنیت

څلور تنه مشکوک کسان له يوې اندازې وسلو سره په کندزکې ونيول شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
په کندز کې د امنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٤ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد په شمال او شمال ختيځ زون کې ٤ تنه مشکوک کسان ونيول شول او دوه ميله وسلې ترلاسه شوې دي.
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د کندز ولايت په مرکز پورې اړوند د٣٠٠ فاميلو په سيمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د تندر- ٢٢ د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو کلاشينکوف او يوه تومانچه ترلاسه شوې ده او دغه راز ٤ تنه مشکوک کسان هم د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ په مربوطاتوکې نيول شوي او د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته