فرهنګ

افغانستان دمذهبونو دوحدت الګو

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دافغانستان دخلکو دښمنان کلونه کلونه کيږي هلې ځلې کوي چې  په هېواد کې دمذهبونو ترمنځ تفرقه واچوي .، او له  دې لارې خپلو ناوړو موخو ته ورسيږي  خو په دغه هېواد کې دمذهبونو  دپيروانوترمنځ  وحدت داسلامي هېوادونو ترمنځ په يوه الګو بدله شوې ده .
پرجوماتونو او لمونځ کوونکو  دډار اچونې وروستي بريدونه دافغانستان دخلکو ددښمنانو دهلوځلو نښه نښانه ده . چې په صراحت او په څرګند ډول ښيي چې دمذهبونو په تيره بيا دسنيانو اوشيعه ګانو ترمنځ داختلافونو دپيداکولو په لټه کې دي په داسې حال کې چې د دغه شان ډار اچوونکو پروګرامونو په سختوالي سره زموږ خلک لازيات دخپلودښمنانوپه نيتونو او غرضونو پوه شوي دي او دمذهبونو ترمنځ وحدت لاپسې پياوړې شوي دي .
په دې وروستيو وختو کې دهېواد سني اوشيعه عالمانو په يوه ګډه غونډه کې دشيعه او سني مذهبونو دپيروانو په يو والي اووحدت باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې بنسټپالنې له مفکورې  څخه دخلاصون لپاره ضروري ده چې په افغانستان کې  دمذهبونو دنږديوالي  اوسمون په باره کې خبرې وشي  اوهم په اوس وخت کې مسلمانانو ته ډير ښه خدمت دا دى چې هغوى يو والي او پيوستون  ته راوبلل شي .
ددغې  غونډې ويناوالو وويل چې بايد ددغو ناوړو او ډار اچوونکو توطيو په وړاندې څرګند اورښانه  دريځ غوره شي او دافغانستان له شيعهګانو او سنيانوڅخه يې وغوښتل چې له دولت سره همکاري وکړي او په يو والي او پيوستون سره دې دډار اچوونکو ډلو پرخلاف  مبارزه وکړي .
دافغانستان عالمانو ټينګار وکړ چې د ډار اچوونکو موخه په اردو ګوزار ، او دقومي اومذهبي  اختلافونو پيداکول دي چې له بده مرغه په دوو مقولو کې يې کار کړى دى خو په دريم مقوله  کې او دمذهبي  اختلاف په برخه کې د ديني عالمانو په هوښياري  سره ناکام شوي دي او دا د خوشحالۍ ځاى دى .
دخيرخانې مينې دقلعه نجارانو په ساحه کې دامام زمان په جومات ګې په لمونځ کوونکو له ډله ئيزو ځانمرګو بريدونو  وروسته چې له امله يې زموږ يوشمير هېوادوال شهيدان او يوشمير نور ټپيان شول سني اوشيعه عالمانو په کابل کې  په يوه ګډه غونډه کې  ددغو دوومذهبونو دپيروانو په يو والي او پيوستون باندې  ټينګار وکړ .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف غني هم دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت  په خپل پيغام کې دشيعه او سني مذهبونو دپيروانو په پيوستون باندې تينګار وکړ او زياته يې کړه چې بايد مذهبي  وحدت ، ملي وحدت او دهېواد سياسي  وحدت دپخوا په شان وساتل شي او دشيعه اوسني مذهبونو له پيروانو څخه يې وغوښتل چې په ټولنه کې  دمذهبي وحدت دتامينولو او ښودلو لپاره دى ديوبل مذهبي مرکزونو اوجوماتونو ته لاړ شي .
ديادونې وړ ده چې افغانستان هيڅکله  دمذهبونو دپيروانو دنفاق او بې باورۍ ډګر نه دى شوى .
  ځينې کارپوهان ټينګار کوي چې تراوسه پورې په هېواد کې دمذهبونو ترمنځ هيڅ راز شخړه نه ده رامنځته  شوې  له دې وروسته به هم دهېواددعالمانو په هوښياري  سره په دې باب دافغانستان دخلکو دد ښمنانو پروګرامونه په اوبو لاهو شي او دلوى  خداى (ج)  په مرحمت همدا اوس په دغه هېواد کې دشيعه او سني مذهبونو ترمنځ هيڅ راز  اختلاف شتون نه لري .
په داسې حال کې چې دافغانستان ګاونډي هېوادونه په تيره بيا پاکستان  تل دټوليزو  ناخوالو ډګر دى او دغه هېواد په مذهبي اوقومي لږکيو په بريدونوکې ترخه سابقه لري چې په دغه هېواد کې دبنسټپالنې  دودې څرګندوى دى . اوس له افغانستان څخه بهر يولړ کړۍ هلې ځلې کوي چې دغه ترخه نسخه افغانستان ته هم وليږدوي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته